د کابل د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت او فعاله ساتلو د مسئلې په اړه د ترکیې د دفاع وزیر څرګندونې
خلوصي اکار : ترکیه د کابل د هوايي ډګر د فعاله او پرانیست ساتلو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې په افغانستان کې د کابل نړۍوال هوايي ډګر په باامنه توګه فعاله او پرانیست ساتلو په خاطر مو ډیرې زیاتې هڅې کړي دي.
اکار د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او د حامد کرزي نړۍوال هوايي دګر کې د ترکي ځواکونو د ماموریت په اړه پوښتنې ځواب کړې.
اکار وویل چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو نه وروسته ددې هیواد نه د خپل وګړو د تخلیې چارو ته دوام ورکوو. تیره ورځ مو هم څه باندې ۲۰۰ تنه هیوادوال د افغانستان نه په پوځي الوتکه کې لومړی یو بل هیواد ته ولیږل او د هغه ځای نه ترکیې ته راانتقال کړی شول.
هغه وویل چې د کابل د نړۍول هوايي ډګر د فعاله او پرانیست پاتې کیدو او ټول افغانستان ته د خدماتو د وړاندې کولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوو.
ترسره کیدونکې لیدنې او تماسونه به ددې مسئلې برخلیک معلوم کړي او مونږ به هم د ترلاسه کیدونکو پایلو سره سم حرکت وکړو او خپله وروستۍ پریکړه وکړو.
د ترکیې وسله والو ځواکونو د نورو هیوادونو د پوځو سره په ګډه د کابل د هوايي ډګر امنیت نیولی دی او الوتکې په امن کې د کیناستو او الوتنې کولو لپاره زمینه برابره شوې ده .
یواځې په تیرو دوو ورځو کې د کابل د هوايي دګر نه ۶۴ الوتنې شوي دي. په همدې چوکاټ کې یو زیات شمیر هیوادونو د افغانستان نه د خپلو وګړو د تخلیې په چاور پيل کړی دی.
هغه وویل چې تر اوسه پورې په هوايي دګر هیڅډول برید او یا هم کومه مداخله نده شوې.
همداشان په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د امنیت په خاطر هم هر ډول لازم تدابیر نیول شوي دي. همداشان د لا زیاتو تدابیرو نیول دوام لري. همداشان په راتلوونکې کې د هر ډول پرمختګ او یا د کوم تهدید په اړه د راپور د ترلاسه کیدو سره سم به اضافه تدابیرو ونیسو. لازم پلان جوړ شوی دی. د اړتیا په صورت کې بیړنی پلان به په کار واچو.