ترکیه : په افغانستان کې زمونږ سفارت خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر : په افغانستان کې د ترکیې سفارت خپل فعالیت ته دوام ورکوي

1691529
ترکیه : په افغانستان کې زمونږ  سفارت خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي

په افغانستان کې د ترکیې سفارت پرانیستی دی او خپل فعالیت ته دوام ورکوي. دا خبره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو  او ترکیې د سفارت د فعالیتونو او ترکي‌ ډیپلوماټانو د امنیت په اړه ارزونې وکړې.

هغه وویل چې په افغانستان کې د ترکیې د سفارت او ډیپلوماټانو د امنیت په خاطر هر ډول تدابیر نیول شوي‌ دي. سفارت پرانیستی دی او خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

چاووش اوغلو الجزایر نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه د افغانستان د وروستیو تحولاتو او پدې هیواد کې د میشتو ترکانو د امنیت او ترکیې ته راانتقال د مسئلې په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه پدې هیواد کې میتشو ټولو ترکانو ته معلومات ورکړي‌ دي. نږدې ۱۵۰۰ تنو  وګړو سره مو ټيلیفوني‌ اړیکه نیولې ده .

ټولو هغه هیوادوالو ته  چې غواړي‌ هیواد ته راستانه شي‌ د راتلو امکانات برابرو.

په افغانستان کې د ترکي‌ شرکتونو د خاوندانو او کارکوونکو سره مو خبرې کړي‌ او هغوې ته مو لازمې لارښونې هم کړي‌ دي.

زمونږ ټول اړوند ادارات په هماهنګۍ کې کار کوي. ځینو هیوادوالو چې غوښتل هیواد ته راستانه شي‌ د ترکیې د هوایي‌ کرښو په نورمالو الوتکو کې راغلي‌ دي او ځینې نور چې د افغانانو سره يي ودونه کړي‌ او یا پخپله نه غواړي‌ چې راشي‌ هغوې ته لازمې لارښونې شوي‌ دي.

 د ترکیې سفارت او قونسلګرۍ  په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. پدې هیواد کې زمونږ د میشتو هیوادوالو د امنیت په اړه د اړوند مقاماتو سره د تماس په حال کې یو.

هغه وویل چې په افغانستان کې د ټولو خواوو سره د تماس په حال کې وو او دا تماسونه نن هم دوام لري. په افغانستان کې  د خپلو ټولو ډیپلوماټانو او سفارتخانې او قونسلګرۍ د کارکوونکو امنیتي‌ تدابیر نیول شوي‌ دي.



اړوند خبرونه