په ترکیه کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۵۵ تنو ته لوړه شوه
د ترکیې د تورې بحیرې په سیمه کې د ډیر زیات باران د اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۵۵ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په هیواد کې د وروستیو زورورو بارانونو د اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله په کاستامونو، سینوپ او بارتین په ولایتونو کې ۵۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې په کاستامونو ولایت کې ۴۶ تنو او په سینوپ کې ۸ تنو او په بارتین کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.
په بارتین ولایت کې د لا درکه شوي یو تن د موندولو په اړه د پلټنې چارې دوام لري.
د ویلو ده چې تیره ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیلاب ځپلو سیمو نه لیدنه وکړه او وویل چې دولت د خپلو ټولو امکاناتو سره د سیلاب ځپلو ترڅنګ ولاړ دی.
د ویلو ده چې سیلاونو د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه هم رامنځته کړي دي.
په سیمه کې د پلټنو عملیات دوام لري او کیدای شي چې د مړو شمیره نور هم لوړه شي.
د سیلاب په نتیجه کې په لسګونو موټرې ، دوکانونو، ودانیو او استوګنځایونو زیان لیدلی دی.
په سیمه کې پرې شوې برښنا له سره تړل شوې ده. سیلاب ځپلو سیمو ته د برښنا په ورکولو پیل شوی دی.