په ترکیه کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۲۷ تنو ته لوړه شوه
د ترکیې د کاستامونو، سینوپ او بارتین په ولایتونو کې د ډیرو زورورو بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۲۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د هیواد د تورې بحیرې په سیمه کې د وروستیو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۲۷ تنو ته لوړه شوه.
په بیان کې راغلي دي چې د ترکیې د کاستامونو ، سینوپ او بارتین په ولایتونو کې د باران د ډیر شدید اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله ګن شمیر ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د نوموړو سیلاونو له امله په کاستامونو ولایت کې ۲۵ تنو او سینوپ کې ۲ تنو چې جمعآ ۲۷ تنه کیږي ژوند د لاسه ورکړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې سیلاونو د راوتلو نه سمدلاسه وروسته اړوند ټولو اداراتو د ژغورنې په عملیاتو کې ونډه اخیستې ده. په یو زیات شمیر سیمو کې په خپلو کورونو کې بند پاتې هیوادوال د چورلکو په واسطه تخلیه شوي دي.
سیلاونو د ځاني زیانونو ترڅنګ سیمې ته د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي.
همداشان په سیمه کې د پلټنې چارې دوام لري.