په تونس کې د کودتا پر خلاف د ترکیې ډیر سخت غبرګون
ترکیې په تونس کې د ولسمشر لخوا د منتخب پارلمان د فسخه کولو او لومړي وزیر له دندې د ګوښه کولو په اړه سخت غبرګون وښود.
ترکیې په تونس کې د ولسمشر لخوا د منتخب پارلمان د فسخه کولو او لومړي وزیر له دندې د ګوښه کولو په اړه سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ په تونس کې د منتخب پارلمان فسخه کول، د پارلمان وکیلانو د دندې مخنیوی په اصل کی د هیواد د اساسي قانون او نظام پر خلاف ښکاره کودتا ده.
د ترکیې د ملي شورا رئیس د تونس د ولسمشر قیس سعید لخوا د پارلمان فسخه کول او لومړی وزیر له دندې ګوښه کولو په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې څرګندونې وکړې.
هغه ویلي دي چې په تونس کې روان پرمختګونه د اندیښنې وړ دي. منتخب پارلمان فسخه کول او د منتخبو وکیلانو د دندې مخنیوی د اساسي قانون او قانوني نظام پر خلاف ښکاره کودتا ده. عسکري یا بیوروکراتیک کودتا ټول یو غیرې مشروع اقدام دی.
د تونس د ولسمشر دا اقدام هم غیرې مشروع دی. تونس خلک به د خپل اساسي قانون او قانوني نظام او حقوقو نه دفاع او ساتنه وکړي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې په تونس کې ډیموکراتیک بهیر ته ستر ګوزار ورکړ شوی او ځنډول شوی دی.
هغه ویلي دي چې " ټول هغه اقدامات چې د اساسي قانون سره په ټکر کې وي او د خلکو د ملاتړ نه برښمند نوي په کلکه توګه غندو."
قالن د تونس د ولسمشر قیس سعید لخوا د منتخب پارلمان د فسخه کولو او لومړی وزیر له دندې د ګوښه کولو په اړه سخت غبرګون وښود.
هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې په دوست او ورور هیواد تونس کې د ډیموکراتیک بهیر ځنډول او خلکو ازاده او ډیموکراتیک اراده د خپو لاندې کول په کلکه توګه ردوو. همداشان هر هغه اقدام چې د اساسي قانون له پلوه مشروعیت ونلري او خلکو د ملاتړ نه برښمند نوي په کلکه توګه غندو.
د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند سرپرست نعمان کورلتولموش چې د رسمي سفر په ترڅ کې اذربایجان ته تللی دی هلته يي د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه په تونس کې د کودتا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، مونږ د ترکیې په توګه د کودتاګانو پر خلاف یو.
په تونس کې دا کودتا هم تر ټولو زیات خلکو ته ضرر رسوي. مونږ د ترکیې په توګه تل ددې ډول انتي ډیموکراتیکو اقداماتو پر خلاف یو.
همداشان د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک هم د ټولنیزې مډیا له لارې څرګندونې کړي دي .
هغه ویلي دي چې په تونس کې رامنځته شوې پیښې د سیاسي مشروعیت پر خلاف ښکاره کودتا ده. مونږ به په تونس کې د ډیموکراسۍ نه ملاتړ ته دوام ورکوو.