په سوریه کې د ترکیې د سرتیرو د ګزمې پر موټر ترهګری برید شوی دی
ترهګرو په سوریه کې د ترکي سرتیرو د ګزمې پر موټر برید کړی دی
په سوریه کې د ترکیې دوه تنه سرتیري شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په سوریه کې د فرات ډال د عملیاتو په سیمه کې د ترکي ځواکونو د ګزمې پر موټر د ترهګرو د بمي برید په نتیجه کې دوه سرتیري شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې ټپي شوي سرتیري د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
د بله پلوه د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې زمونږ دوه تنه اتل وسله وال سرتیري د ترهګرو په برید کې په شهادت ورسید او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزیر ویلي دي چې خپلو شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء او خپلوانو او کورنیو ته يي د صبر جمیل غوښتنه کوم.
دفاع وزیر ویلي دي چې د دې خاين او منفور برید نه سمدلاسه وروسته د ترکیې وسله والو ځواکونو د ترهګرو پر اهدافو ځوابي بریدونه کړي او ګن شمیر ترهګرو يي له منځه وړي دي.