ترکیې د ښځو د حجاب په اړه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
ترکیه : د ښځو د حجاب په اړه د اروپايي ټولنې د عدالت د محکمې وروستۍ پریکړه د دیني ازادیو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده
ترکیې د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې لخوا په جرمني کې د ښځو د حجاب اړوند د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې د عدالت د محکمې لخوا د ښځو پر حجاب اغوستو د محدودیت لګولو د پریکړې نه د دیني ازادیو د ښکاره تیري په توګه یادونه کړې ده .
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې لخوا په جرمني کې د ښځو د حجاب په اړه د یوې دعوا اړوند د پریکړې په اړه په غبرګون کې ویلي دي چې " په جرمني کې د دوو جلا جلا شرکتونو لخوا په خپلو کارکوونکو د حجاب په اغوستو د محدودیت لګولو د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې وروستۍ پریکړه دیني ازادیو نه په ښکاره توګه سرغړونه او تیری دی. پداسې یو حساس وخت کې چې په اروپا کې د اسلام دښمنۍ، تبعیض، توکمپالۍ او نفرت زهر د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیات په خوریدو دي ، د اروپايي ټولنې د عدالت د محکمې دا پریکړه دیني ازادي د خپو لاندې د کولو ترڅنګ ، تبعیض او توکمپالۍ ته حقوقي چوکاټ جوړوي. ترکیه دا پریکړه چې د حقوقي او وجداني پلوه لا زیاتې ستونزې زیږوي او لا زیات اسلام دښمنۍ له لاره پرانیزي د یو خطرناک ګام په توګه يي په کلکو ټکو غندي."
د ویلو ده چې په جرمني کې دوو شرکتونه خپل دوه ښځینه کارکوونکې د حجاب په سرولو په خاطر له کاره ویستي دي. نوموړو ښځینه کارکوونکو د یادو شوو شرکتونو پر خلاف د اروپايي ټولنې د عدالت محکمه کې اقامه د دعوا وکړه.
محکمې د نوموړې دعوا په اړه په پریکړه کې ویلي دي دا ممکنه ده چې شرکتونه په خپلو کارکوونکو باندې د حجاب پر اغوستو بندیز ولګوي خو د معلومو شرایطو پر مهال.
محکمې په پریکړه کې ویلي دي چې په کار ځای کې هر هغه جامه چې سیاسي، فلسفي او یا د دیني سمبولونو په توګه یادیږي د اغوستو پر مهال د کار خاوند کولای شي چې پرې بندیز ولګوي. خو دا کار باید د خپلو مشتریانو په مقابل کې د بې طرفۍ او یا تبعیض د لمنځه وړو په موخه ترسره شي.