د ترکیې دفاع وزیر : د کابل د هوايي ډګر د امنیت په اړه مذاکراتو ته دوام ورکوو

خلوصي‌ اکار: د کابل د هوايي ډګر امنیت مسئولیت ترکیې ته د سپارولو په اړه مذاکراتو کې مثبت پرمختګ شوی دی

1674652
د ترکیې دفاع وزیر : د کابل د هوايي ډګر د امنیت په اړه مذاکراتو ته دوام ورکوو

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار وویل چې  د افغانستان د پلازمینې کابل د حامد کرزي‌ نړۍوال هوايي ډګر د امنیت د مسئلې په اړه لیدنې کتنې ډیرې مثبتې روانې دي.

هغه په پلازمینه انقره کې خبري‌ غونډې ته وویل چې د حامد کرزي‌ د هوايي ډګر د مسئلې په اړه  مذاکرات  او تماسونه د انقرې د غوښتنو سره سم  په ډیره مثبته توګه پرمخ روان دي.

هغه وویل چې " زمونږ یواځنی هدف او غوښتنه  د افغان ورورنو  امنیت او هوساینه ده."

هغه زیاته کړه چې " غواړم ووایم که چیرې د کابل هوايي ډګر وتړل شي  د اروپايي ټولنې، ناټو غړیو هیوادونو او نور هیوادونه به د افغانستان نه خپل ډیپلوماټان وباسي. دا مسئله به افغانستان د یو ډول انزاوا سره مخامخ کړي. په اصل کې دا هیوادونه مجبوریږي‌ چې د افغانستان نه خپل ډیپلوماټان وباسي. ځکه چې په کوم ځای کې چې هوايي ټرانسپورت  او مخابراتو اسانتیاوې نوي‌ او تر ټولو مهم پدې برخو کې امنیت نوي‌ هلته څوک  نه پاتې کیږي.

افغانستان د انزوا سره مخامخیدل زمونږ لپاره د منلو وړ خبره نده ځکه چې افغانستان زمونږ ورور هیواد دی.

هغه وویل چې ترکیه د تیرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان دی خو په محاربوي‌ فعالیتونو کې ګډون ندی کړی او برخه يي نده اخیستې. د هوايي ډګر امنیت يي ساتلی دی، لوژستیک په برخه کې مرسته کړې او افغان ځواکونه يي روزلي‌ دي.

ترکیه داوطلبه توګه د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو مسئولیت په غاړه اخلي. معلوم په افغانستان کې افغان حکومت شتون لري‌ او طالبان هم یو حقیقت دی. د افغانستان سیاسي، پوځي او امنیتي‌ وضعیت تل د بدلون په حال کې دی. که مونږ په یواځې ځان څه ووایو کیدای شي‌ چې په راتلوونکې کې ځینو ستونزې رامنځته شي. د همدې امله مونږ لومړی د خپل افغان ورورنو، بیا ناټو، اروپايي ټولنې او امریکا سره د تماس او مذاکراتو په حال کې یو.

هغه پدې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ځینو سیمو د نیولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " دا چې طالبان په افغانستان کې پیاوړې کیږي‌ او تر کنټرول لاندې د سیمه يي مخ په زیاتیدو ده پدې اړه رسمي‌ راپورونه شتون نلري‌ خو نښې او نښانې لیدل کیږي. ترکیه هم دا مسئله د نږدې نه تعقیبوي. د اوزبیکستان او تاجکستان د پولو امنیت ځانګړی اهمیت لري. په هغه سیمو کې د احتمالي‌ ستونزې ا پر مهال د کډوالۍ د سترې څپې پيلیدو احتمال هم ډیر لوړ دی. ترکیه د ناټو سازمان د ۳۶۰ درجو تیورۍ په چوکاټ کې پدې اړه کار کوو. دم ګړۍ کوم ستونزه نه لیدل کیږي.



اړوند خبرونه