په ترکیه کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره چټکه توګه پرمخ روان دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د واکسین پروګرام په ډیره چټکه توګه روان دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د ۵۰ میلیونو تنو نه واوښته.
ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا پر خلاف په مبارزه کې تر ټولو غوره او اغیزمنده وسله واکسین دی. د الله په مرسته په ترکیه کې د واکسین شوو کسانو شمیره د ۵۰ میلیونو تنو نه واوښته. ټولو ته مبارک وي.
ترکیه د قوي او پیاوړي روغتیايي سیتسم ، د روغتیايي پرسونل د نه سټرې کیدونکو هلو ځلو او د ملت د حساسیت په همکارۍ به دا مبارزه وګټو. همداشان په نږدې راتلونکي کې زمونږ خپل ځايي واکسین ترکوواک به هم په فعالیت پيل وکړي او زمونږ مبارزه به لا پسې پیاوړې کړي.
انشاالله چې ترکیه به لا روښانه او روغتیا نه ډک راتلوونکی زمونږ په انتظار دی.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې په ترکیه کې روغتیايي پرسونل او د ۵۰ کلونو د نه لوړ عمر لرونکو ته به د کرونا ویروس د واکسین دریم ډوز په کولو پيل وشو.
په ایدرنې، قرقلر ایلي او تیکیرداغ په ولایتونو کې هیوادوالو د واکسین لپاره د وخت په اخیستو او روغتیايی مراکزو کې په واکسین پیل کړی دی.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل