په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې یو میلیون تنو ته د کرونا ویروس واکسین شوی دی

ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې یو میلیون تنو ته د کرونا ویروس واکسین شوی دی. دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

1658730

کوجا وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د کرونا د واکسین پروګرام په ډیره ښه او چټکه توګه پرمخ روان دی.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې یو میلیون تنو ته د کرونا واکسین کولو هدف ته ورسیدو.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې یو میلیون تنو ته د کرونا ویروس واکسین شوی دی.

هغه وویل چې یو میلیونم واکسین په پلازمینه انقره کې د خدیجې په نامه زمونږ یو خور ته وشو . زمونږ دا خور د نن ورځې اتله اعلان شوه.

د ویلو ده چې په ترکیه کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۵ میلیونه ۸۴۸ زره او ۸۷۳ تنو ته رسیدلې ده .

اړوند خبرونه