د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر نن ولسمشر محمد اشرف غني ته خپل باور لیک وړاندې کړ
د افغانستان لپاره د ترکیې نوي لوی سفیر جهاد ایرګین ای نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته خپل باور لیک وړاندې کړ.
1643710
د ویلو ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ترکیې د لوی سفیر د باور لیک د منلو په خاطر ځانګړې مراسمو جوړ شوي وو.
د افغانستان لپاره د ترکیې نوي لوی سفیر جهاد ایرګین ای د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته خپل باور لیک وړاندې کړ.
وروسته ولسمشر غني د ترکیې د سفیر سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ، د تشریفاتو رئیس او د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر رئیس هم ګډون درلود.
د افغانستان ولسمشر پدې مراسمو کې وویل چې د دواړو هیوادونو اړیکو تداوم ته ژمن دی او د سولې په پروسه کې د ترکیې د هڅو قدرداني وکړه.
د ترکیې لوی سفیر جهاد ایرګین ای هم په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې د خپل هیواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.