ترکیې د اروپا د پارلمان د راپور په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
ترکیه : اروپايي ټولنه د هرې ورځې په تیریدو سره د خپلو ارزښتونو نه لرې کیږي
ترکیې د اروپا د پارلمان لخوا د ترکیې په اړه د ۲۰۲۰ کال په راپور کې د ترکیې د ملیت پالو غورځنګ د اروپايي ټولنې ترهګرو سازمانونو په لست کې د شاملولو د احتمالي تحقیقاتو او ددې غورځنګ اړوند د ټولو ټولنو پر فعالیتونو د بندیز لګولو او یا د جدي تعقیب لاندې د نیولو د وړاندیز په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. اروپا پارلمان چې باید د وینا د ازادۍ مدافع وي ددې وړاندیز سره یو ځل بیا خپله اصلي څیره او د خپلو ارزښتونو د خپو لاندې کول ټولو ته ښکاره کړل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند تانژو بیلګیچ د مسئلې د بیان په خپرولو سره د اروپا د پارلمان د راپور په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی.
هغه په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي ، پداسې حال کې چې اروپايي ټولنې بعضې غړي هیوادونه د فکر د بیان او مظاهرو د ازادۍ تر نامه لاندې د پي کا کا، پي وای ډي ، وای پي جي او فتو په څیر ترهګرو سازمانونو اړوند ټولنو فعالیتونو باندې سترګې پټوي او د فعالیت اجازه ورته ورکوي ، په ترکیه کې د یو فعاله سیاسي ګوند اړوند ملیت پاله غورځنګ د اروپايي ټولنې د ترهګرو په لست کې د شاملولو ، او ټولنې په غړیو هیوادونو کې په رسمي توګه فعالیت کوونکي د نوموړي غورځنګ اړوند ټولنو پر فعالیتونو بندیز لګولو او یا تر جدي تعقیب لاندې د نیولو په خاطر وړاندیز کول په ټوله معنا سره لیونتوب دی.
توکمپالي ، تبعیض او فاشیزم د لویدیځ سیاست خاص یوه اصطلاح ده چې دا باید په ترکیه کې د مليت پالنې د لید او طرز د فکر سره مقایسه نکړی شي.
په ځانګړې توګه ترکیې دښمنه ارمني ډیاسپورا او لوبي ، پي کاکا او فتو ترهګرو سازمانونو د پلویانو لخوا شوې ناسمې ادعاګانې چې غواړي ترینه د سیاسي استثمار په توګه کار واخلي په هیڅډول د منلو وړ ندي.
په راپور کې د ترکیې په اړه د حقیقت نه لرې ادعاګانو ته ځای ورکول او د اساسي حقونو او ازادیو محدودونکي دا وړاندیز ددې ښکارندويي کوي چې اروپايي ټولنه په کومه کچه د خپلو اصلي او اساسي ارزښتونو نه لرې شوې ده .