په سوریه کې. ترکي‌ ځواکونو په اکمالاتي‌ کتار راکټي‌ برید شوی

د سوریې د حلب په ولایت کې په ترکي‌ ځواکونو برید شوی دی

1637628
په سوریه کې. ترکي‌ ځواکونو په اکمالاتي‌ کتار راکټي‌ برید شوی

د سوریې د ادلب په سیمه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د اکمال په کتار راکټي برید شوی دی.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې په ادلپ کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د اکمالاتو په کتار راکټي‌ برید شوی چې په نتیجه کې یو تن سرتیری شهید او ۴ نور اتل سرتیري‌ ټپیان شوي‌ دي.

ټپي‌ سرتیري‌ سمدلاسه روغتونونو ته انتقال او  درملنې لاندې نیول شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د  ترکیې وسله والو ځواکونو ددې راکټي برید په ځواب کې پر هغه سیمه چې دا راکټ ترینه راتوغول شوی وو پراخه بریدونه وکړل او ټول يي له منځه یوړل.

په بیان کې راغلي‌ دي‌  چې شهید شوي‌ سرتیري‌  ته د الله د درباره د رحمت او مغرت او ټپیانو د عاجلې شفا‌‌ء  غوښتنه کوم .


پيوندونه: #سرتیري , #حلب , #ترکیه

اړوند خبرونه