په ترکیه کې د المان د هیواد یو تن وګړی د اسلام په مبارک دین مشرف شو
په ترکیه کې میشت د جرمني د هیواد یو تن وګړی مسلمان شو.
د ترکیې د بورسا په ولایت کې میشت د جرمني د هیواد یو تن وګړی د روژې مبارکې میاشتې تر اغیزو لاندې د راتلو له امله د اسلام په مبارک دین مشرف او مسلمان شو.
د هانس ژورګن هلموت ویلینګ په نامه د جرمني د هیواد یو تن وګړی چې د تیر یو کال راهیسې د بورسا ولایت د مودانیه ولسوالۍ د خالد پاشا په سیمه کې میشت وو د روژې مبارکې میاشتې د روژې مبارکې میاشتې د اغیزو لاندې د راتلو له امله د اسلام مبارک دین په اړه د تحقیقاتو نه وروسته د مسلمانیدو پریکړه وکړه.
د مودانیه ولسوالۍ د دیني چارو په ریاست کې د ویلینګ لپاره د اسلام په مبارک دین د مشرفیدو په خاطر د کرونا ویروس د تدابیرو په نظر کې نیولو سره ځانګړي مراسم جوړ شول.
د مودانیه د ولسوالۍ مفتي ارطغران محمد سویلو لومړی د اسلام مبارک دین د اساساتو په اړه ویلینګ ته معلومات ورکړل او وروسته يي په هغه د شهادت د کلمې په ویلو سره د مسلمانیدو مراسم ترسره کړل.
مفتي په ویلینګ باندې یوسف نوم کیښود او هغه ته يي په الماني ژبه ژباړل شوی یو جلد قرانکریم او د قرانکریم تفسیر او زیات شمیر دیني کتابونه هدیه ورکړل. همداشان هغه ته يي د اسلام په مبارک دین د مشرفیدو رسمي سند هم ورکړ.