په ننګرهار کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی

د افغانستان د ننګرهار په ولایت کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی دی.

1628843
په ننګرهار کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی

 

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا برید تیره شپه د تراویح لمونځ پر مهال شوی دی.

د ننګرهار ولایت والي‌ ضیاالحق امرخیل خبري رسنیو ته ویلي دي چې وسله والو تیره شپه په لعل پورې ولسوالۍ  کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي‌ چې له امله يي ۵ تنو لمونځ کوونکو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د والي‌ په وینا دا برید د تفسیر په نامه د یو پخواني‌ طالب په ډیره کې رامنځته شوې ده. پدې برید کې پخوانی طالب تفسیر او ورور په ګډون يي ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا او ولې ترسره شوی دی. د والي وینا امنیتي‌ ځواکونو د پيښې د لامل د معلومولو په خاطر پراخه تحقیقات پيل شوي‌ دي.

د ویلو ده چې څو ورځې په لغمان ولایت کې هم په ورته ډول پر لمونځ ګوونکو وسله وال برید شوی وو چې په نتیجه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.



اړوند خبرونه