د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقلیم په نړۍواله سرمشریزه کې ګډون کوي.
د اقلیم نړۍواله سرمشریزه نن د امریکا د ولسمشر په کوربه توب جوړیږي
د اقلیم نړۍواله سرمشریزه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن په کوربه توب نن په انلاین ډول جوړیږي.
د امریکا ولسمشر بایدن د مارچ په ۲۶ مه نیټه د ولسمشر اردوغان ، چین او روسیې د ولسمشرانو په ګډون د نړۍ ۴۰ هیوادونو مشرانو ته په غونډه کې د ګډون په خاطر بلنلیکونه استولي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اقلیم پدې نړۍواله سرمشریزه کې به په راتلوونکو لسو کلونو کې د کاربن د انتشار د کچې د راټیټولو، د اقلیم اړوند پر فعالیتونو او په ځانګړې توګه د استخدام په برخی او اقتصادي ګټو، له فاضله موادو نه له سره د استفادې په ټکنالوژیو او د نړۍوال چاپیر لپاره د فعالیت کوونکو د دولت د چوکاټ نه د بیروني اکټورانو پر معرفي تمرکز وکړي.
په بیان کې راغلي دي چې ددې سرمشریزې اصلي هدف د نړۍ هغه هیوادونه چې په ځانګړې توګه د نړۍوال کاربن ۸۰ سلنه انتشاروي ، ستر اقتصادونه او د انرژۍ د فورم غړي په کال کې د تودوخي درجه یو عشاریه پنځه سلنه سانتيګریډ راټیټولو هدف ته تشویقول دي.
پدې سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان سربیره د چین ولسمشر شي جینپینګ، روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او کاتولیکو مسیحیانو روحاني مشر پاپ فرانسیس په ګډون د ۴۰ هیوادونو مشران ګډون کوي.
دا سرمشریزه به د امریکا د ولسمشر جوبایدن او د هغه د مرستیالې کمالا هاریس په وینا پرانیستل شي.
ولسمشر اردوغان به هم د سرمشریزې لومړۍ ناستې ته وینا وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.