ترکیې د اروپا د پارلمان پر خلاف سخت غبرګون وښود

ترکیې د اروپا د پارلمان  د عمومي مجلس لخوا د سوریې د اختلافاتو د لسم کال د پوره کیدو په اړه په تصویب کړې پریکړه کې ناسمې او بې بڼسټه ادعاګانې په کلکه توګه رد کړي دي.

1600460
ترکیې د اروپا د پارلمان  پر خلاف سخت غبرګون وښود

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وزارت د اروپا د پارلمان لخوا د سوریې د اختلافاتو په اړه په تصویب کړې  پریکړه کې  پر ترکیې د ځینو بې بڼسټه تورونو د لګولو په اړه سخت غبرګون وښود.

د ترکېې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي " ترکیه چې په میلیونونو تنو سوري کډوالو ته پناه ورکړې او پدې هیواد کې د کورنۍ جګړې او اختلافاتو له امله په یواځې ځان دا ستر مسئولیت او بار په اوږو اخیستی دی هر ډول تورونه او بې بڼسټه ادعاګانې په کلکه توګه ردوي.

ترکیې د سوریې په شمال کې په خپلو پولو کې  د سوریې او ترکیې خلکو ته ستر تهدید مخامخونکي ترهګري سازمان پر خلاف د ملګروملتونو سازمان د ۵۱ مادې له مخې د مشروع مدافع حق نه په استفادې سره عملیات ترسره کړي دي.

د نوموړو عملیاتو پر مهال او وروسته په سیمه کې ملکي وګړو ته د هیڅډول زیان د نه اوښتو له امله هر ډول تدابیر نیول شوي دي. د سیمې خلک د داعش ، پ ک ک او څانګو يي پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو سازمانونو او ډلو د ظلم نه ژغورل شوي دي. ددې ترڅنګ په سوریه کې د موقت حکومت په مشرۍ ځايي عناصرو د استقرار د ټینګښت په اړه د چارو او فعالیتونو په نتیجه کې په سیمه کې استقرار رامنځته شوی دی. همداشان دې تصفیه شوو سیمو ته څه باندې ۴۲۰ زره تنه کډوال په داوطلبانه توګه ستانه شوي دي."

اروپا پارلمان باید د پ ک ک ترهګري سازمان او د هغه په څانګو چې  په سیمه کې د استقرار د لمنځه وړو او ناامنۍ لپاره د خپل وس  او توانه پورې هڅه کوي نیوکه وکړي.

همداشان پدې پریکړه کې د پ ک ک ترهګري سازمان لخوا په سیمه کې د قومي ساختارونو د بدولو په موخه د روانو فعالیتونو او د نیول شوو داعشي ترهګرو د خوشې کولو د مسئلې نه هیڅ یادونه نه کول د منلو وړ خبره نده.

په بیان کې راغلي دي چې ترکیه به د سوریې روانو اختلافاتو ته د سیاسي حل لارې موندولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکړي.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې اروپا پارلمان پر ترکیې ددې بې ځایه ، بې بڼسټه او ناسمو تورونو پر ځای باید د سوریې د روانې ستونزې د حل په برخه کې د ترکیې د مرستو، هلو ځلو او اهمیت درک وکړي. ترکیه نن ورځ هم د ناټو او هم  د اروپا د پولو امنیت ساتي. ترکیه به د سوریې د روانې ستونزې د حل په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه