په ترکیه کې د امریکا سفیر: په ګارا کې ۱۳ تنه ترکان د پ ک ک لخوا وژل شوي دي

په انقره کې د امریکا سفیر: په ګارا کې د ۱۳ تنو ترکانو د وژل کیدو یواځنی مسئول د پ ک ک ترهګری سازمان دی

1584251
په ترکیه کې د امریکا سفیر: په ګارا کې ۱۳ تنه ترکان د پ ک ک لخوا وژل شوي دي

په ترکیه کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر داوید ساترفیلډ وویل چې د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې د ترکیې ۱۳ تنه وګړي د پ ک ک ترهګري سازمان لخوا په قتل رسول شوي دي. ددې پیښې یواځنی مسئول د پ ک ک ترهګری سازمان دی.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې په ترکیه  کې د امریکا سفیر تیر ماښام  د ترکیې د دفاع وزارت د مقاماتو سره د دفاع وزارت په مقر کې لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د امریکا سفیر د ګارا په سیمه کې په ترسره شوو عملیاتو د شهید شوو او پ ک ک ترهګري سازمان لخوا د په قتل رسول شوو ۱۳ تنو ترکانو په اړه د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او وویل چې په ګارا کې د ترکیې ۱۳ تنه وګړي د پ ک ک لخوا په قتل رسول شوي دي. ددې پيښې یواځنی مسئول د پ ک ک ترهګری سازمان دی.

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پ ک ک لخوا د ترکیې د ۱۳ تنو هیوادوالو د په قتل رسولو په اړه ویلي وو که چیرې دا خبره حقیقت ولري ډیر سخت غبرګون به څرګند کړي او دا پیښه به په ډیره کلکه توګه وغندي. ترکیې د امریکا ددې څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

وروسته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره ټيلیفوني خبرې وکړې او ددې خبرې په ټینګار يي وویل چې ددې پيښې یواځنی مسئول پ ک ک دی.



اړوند خبرونه