په نایجریا کې تښتول شوي د ترکیې د باروړونکې کښتۍ ۱۵ تنه پرسونل ازاد کړی شول

په نایجریا کې د سمندري ډاړه مارانو لخوا تښتول شوي د ترکیې د باروړونکې کښتۍ ۱۵ تنه خدمه ازاد کړی شول

1582674
په نایجریا کې تښتول شوي د ترکیې د باروړونکې کښتۍ ۱۵ تنه پرسونل ازاد کړی شول

د نایجریا په سواحلو کې تښتول شوي د ترکیې د بار وړونکې کښتۍ ۱۵پرسونل خوشې کړې شول.

ویل کیږي نوموړي په نایجریا کې د صحي کنټرول نه تیر شوي دي او د ټولو روغتیايي حالت ښه دی.

د ویلو ده چې د جنوري د میاشتې په ۲۳ مه نيټه د نایجریا د لاګوس د ښار نه د سویلي افریقا د کاپ ټاون ښار پر لورې روانې د ترکیې په کښتۍ د نایجریا په سواحلو کې د سمندري ډاړه مارانو لخوا برید وشو.

سمندري ډاړه مارانو د برید پر مهال د اذربایجان وګړی د کښتۍ یو تن کپتان وواژه او ۱۵ تنه د کښتۍ پرسونل يي یرغمل ونیول.

همداشان پاتې درې تنه يي د کښتۍ سره یو ځای خوشې کړل. نوموړي ۳ تنه د جنوري په ۳۰ مه نيټه ترکیې ته راوړل شوي وو.


پيوندونه: #نایجریا , #ترکیه

اړوند خبرونه