ترکیې د چین نه د اخیستي کرونا ویروس واکسین دویمه برخه هیواد ته راانتقال کړه

شپږنیم میلیونه ډوزه د کرونا ویروس واکسین ترکیې ته راورسید

1570184
ترکیې د چین نه د اخیستي کرونا ویروس واکسین دویمه برخه هیواد ته راانتقال کړه

ترکیې د چین نه  اخیستو کرونا ویروس واکسین دویمه برخه هیواد  ته راانتقال شول.

د ترکیې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د چین نه د اخیستل شوو ۵۰ میلیون ډوز واکسین دویمه برخه ۶ نیم میلیونه ډوز واکسین نن دوشنبه د جنوري ۲۵ مه د سهار په شپږو بجو او ۱۵ دقیقو استانبول ښار  ته راورسیدل.

روغتیا وزارت ویلي دي چې په واکسین بار بوئینګ ۷۷۷ ډوله الوتکې چې تیره شپه د چین د پلازمینې بیجینګ نه د ترکیې  پر لورې حرکت کړی وو نن سهار په ۶ بجو او ۱۵ دقیقو د استانبول په هوايي ډګر کې ښکته شوه.

په واکسین بار کانټینرونه د ګمرکي چارو نه وروسته ځانګړو ډیپوګانو ته انتقال شول.

د ویلو ده چې ترکیې د چین نه ۵۰ میلیونه ډوز د کرونا ویروس واکسین پیرودلي دي چې ددې واکسین لومړنۍ برخه درې نیم میلیونه ډوزه نږدې یو میاشت مخکې ترکیې ته راانتقال او په تطبیق يي پيل شوی وو.



اړوند خبرونه