په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۹۶۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۳۴۹۵ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۶۹ زره او ۸۴۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۸۹۶۲ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۰۱۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه میلیون ۲۲۷ زره او ۹۲۷ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۲۵۱۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۶ میلیونه ۸۹۹ زره او ۴۴۲ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس په تطبیق پيل وشو. لومړنی واکسین د هیواد د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا ته تطبیق کړی شو. همداشان پرون د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان هم واکسین وکړ. هغه وویل چې د واکسین لړۍ په ډیره ښه توګه پر مخ روانه ده او څه باندې ۲۵۰ زره تنه روغتیايي پرسونل واکسین شوی . ولسمشر زیاته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به ۳۰ میلیونه دوزه نور واکسین ترکیې ته راانتقال کړی شي. هغه ټولو هیوادوالو ته د واکسین کولو بلنه ورکړه.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل