په نړۍ کې هر کال نږدې ۷ میلیونه تنه انسانان د هوا د ککړوالي له امله ژوند د لاسه ورکوي.
د انسانانانو تر ټولو پټ قاتل د هوا ککړوالی دی
د استانبول د تخنیک پوهنتون د الوتکو او فضايي علومو د فاکولتې د هوا پیژندنې د انجینیرۍ د څانګې استاد پروفیسور حسین توراس د اناتولیا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د هوا ککړوالی په نړۍ کې په یو جدي ستونزې بدل شوی دی.
هغه ویلي دي چې په نړۍ کې د فوسیل سون توکو د استفادې د کچې د لوړیدو سره د هوا توازن خراب شوی دی. د هوا د سړخت او تودوخي توازن خراب شوی دی. دا مسئله په ځانګړې توګه په ښارونو کې کیدای شي چې لا جدي ستونزې رامنځته کړي. په ښارونو کې به یو زیات شمیر ماشومان د میندو په خیټو کې د هوا د ککړوالي نه اغیزمن شوي دي.
همداشان د ټرافیک او د تودوخي په خاطر د کاریدونکو فوسیل موادو استفاده زیاتوالي په ځانګړې توګه د توبرکلوز، ساه تنګۍ، ځیګر او قلبي ناروغیو کچه ډیره زیاته لوړه کړې ده.
هغه ویلي دي چې تحقیقاتو ښودلې ده چې د هوا ککړوالی د ساه تنګۍ، سګو سرطان او قلبي ناروغیو د زیاتوالي اصلي سرچینه بلل کیږي.
هغه ویلي دي چې د هوا ککړوالی هغه زهر دي چې انسانان په کلاره کلاره وژني. یو داسې پټ قاتل دی چې په سترګو نه لیدل کیږي. د همدې امله په نړۍ کې هر کال د هوا د ککړوالي له امله نږدې ۷ میلیونه تنه انسانان ژوند د لاسه ورکوي.
هغه ویلي دي چې په ځانګړې توګه په ښارونو کې د هوا د ککړوالي په خاطر باید مونږ ټول ځیني ګامونه اوچت کړو. دولت باید د موټرو د بدیل بایسکل لپاره زمینه برابره کړي. خلک باید د موټرو پر ځای بایسکل ته ترجیح ورکړي. همداشان دیته ورته یو زیات شمیر نور مهم ګامونه هم اوچت شي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل