ترکیې د ایراني ساینسپوه وژنه په کلکه توګه وغندله
ترکیې د ایران په اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده مرګونی برید په کلکو ټکو وغنده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې د ایران په اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د خونړي برید په اړه بیان سخت غبرګون وښود.
د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " په ډیرې خواشینۍ سره مو د ایران په پلازمینه تهران کې په ایراني ساینسوه محسن فخري زاده د خونړي برید په اړه چې په نتیجه کې فخري زاده ژوند د لاسه ورکړی خبر ترلاسه کړ. ترکیه دا منفور جنایت په کلکه توګه غندي. د ایران حکومت او د خدای بخلي کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو. "
په بیان کې راغلي دي چې ترکیه د سیمې د سولې او ثبات د خرابولو اړوند هر ډول اقدام او عمل چې فاعل او هدف يي هر څوک وي په کلکه توګه غندي. ترکیه په سیمه او نړۍ کې د هر ډول ترهګرۍ په ډیره کلکه توګه غندي.
ترکیه ددې خونړي جنایت د فاعلینو د هر څه ژر د نیول کیدو او د قانون په مقابل کې ترینه د حساب پوښتل کیدو هیله لري. ترکیه په ټولو خواوو د اعتدال غږ کوي او د ټولو نه د سیمې سوله او امنیت د ګواښ سره د مخامخوونکو هر ډول اقداماتو نه د ډډې کولو غوښتنه کوي.