ترکیې د اروپايي ټولنې د پارلمان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د اروپايي ټولنې د پارلمان د عمومي مجمع  لخوا د ترکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت په اړه پریکړه په کلکه توګه رد کړه.

1535497
ترکیې د اروپايي ټولنې د پارلمان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقسوی د اروپايي ټولنې د عمومي مجمع لخوا د شمالي قبرس د ماراش او قبرس مسئلې اړوند د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې «  د اروپايي ټولنې عمومي مجمع زمونږ د هیواد او شمالي قبرس ترک جمهوریت په اړه پریکړه چې د قانوني بڼه نلري په کامله توګه ردو. پدې مسئله کې د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشرۍ د دفتر لخوا ترسره شوو څرګندونو نه قوي ملاتړ کوو.»

هغه وویل چې د اروپايي ټولنې د عمومي مجمع دا پریکړه په اصل کې د سویلي قبرس ښکاره تحمیل دی. اروپايي ټولنې ددې پریکړې سره یو ځل بیا ټولې نړۍ ته دا په ډاګه کړۍ چې په کومه اندازه د قبرس د ستونزې نه ناخبره ده. د اروپايي ټولنې لخوا د ورته چلند او دریځ د دوام په صورت کې د قبرس د ستونزې د حل سره د اروپايي ټولنې د ارګانونو هلې ځلې هیڅ ګټه نکوي. همداشان د ترکیې او اروپايي ټولنې د قبرس د مسئلې له امله برمته کول نه د اروپايي ټولنې ګټو او نه هم د قبرس د ستونزې د حل سره مرسته کوي. ددې ترڅنګ د ګاونډیتوب اړیکو ته ستر زیان رسوي.

ویاند ویلي دي چې ترکیې په توګه د اروپا پارلمان او اروپايي ټولنې ته په قبرس کې د حقایقو سره د مخامخیدو، د قبرس د ترکانو شتون او موجودیت د منلو او د ۲۰۰۴ کال د اپریل په میاشت کې د قبرس د ترکانو سره په کړو ژمنو د عمل کولو بلنه ورکوو.

ترکیه هم خپل او د قبرس د ترکانو پر وړاندې هیڅډول ګواښ او شانتاژ ته غاړه نږدي او د خپلو او قبرس ترکانو د حق او منافعو نه دفاع کولو ته دوام ورکوي.

ددې ترڅنګ ترکیه د قبرس د  موجودې ستونزې د حل په خاطر د مذاکراتو او سیاسي حل لارې په خاطر هلو ځلو ته هم دوام ورکوي.

د ویلو ده چې د اروپا د پارلمان عمومي مجمع د شمالي قبرس د ماراش تړلي ښار د یوې برخې د پرانیستو په غبرګون کې په ترکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې وه.



اړوند خبرونه