د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جرمني او یونان د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
چاوش اوغلو : په مدیترانه کې د ترکیې پر حقونو تل سترګې پټوې شوي دي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو چې د براتیسلاوا په ۱۵ نړۍوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په خاطر سلواکیا ته سفر کړی دی هلته يي د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره لیدنه وکړه.
همداشان چاوش اوغلو په سلواکیا کې د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندیاس سره هم لیدنه وکړه.
دواړو وزیرانو په ختیځې مدیترانه کې په روانو کړکیچ ، دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسئلو خبرې وکړې.
چاوش اوغلو پدې غونډه کې په سیمه ایز او نړۍوال امنیت کې د ترکیې رول تر عنوان لاندې په ناسته کې ګډون وکړ.
چاوش اوغلو د ختیځې مدیترانې په مسئله کې د ترکیې حقونه په هیڅ شمیرل شوي دي.
ترکیه د کلونو کلونو راهیسې د سیمې شتمني په عادلانه توګه د ویش غوښتنه کوي خو دا چې چا زمونږ پدې غوښتنې تل سترګې پټې شوي دي ترکیه مجبوره شوه چې په ۲۰۱۸ کال کې په سیمه کې د انرژۍ د پلټون چارې پیل کړي.
هغه وویل چې له بده مرغه چې یونان په سیمه کې د سیمې د یواځني خاوند په توګه چلند او دریځ خپل کړی دی.
همداشان هغه د قره باغ د مسئلې په اړه وویل چې ، سیمه د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د ارمنستان تر اشغال لاندې ده. هغه وویل چې دا ستونزه باید د سوله ایزو مذاکراتو سره حل شي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل