ولسمشر اردوغان د بلغاریا او ایټالیا د لومړي‌ وزیرانو سره ټيلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ځینو اروپايي هیوادونو د مشرانو سره  مهمې ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1491407
ولسمشر اردوغان د بلغاریا او ایټالیا د لومړي‌ وزیرانو سره ټيلیفوني خبرې وکړې

 

ولسمشر اردوغان لومړی د بلغاریا د لومړي‌ وزیر بویکو بوریسوف  او وروسته بیا د ایټالیا د لومړي وزیر  جوزیپې کونتې سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان تیر ماښام لومړی د بلغاریا د لومړي‌ وزیر بویکو بوریسوف سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا او پياوړي‌ کولو په موخه د اوچتیدونکو ګامونو ، سیمه او نړۍ د مهمو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.

همداشان ولسمشر اردوغان وروسته بیا د ایټالیا د لومړي  وزیر جوزیپې کونتې سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

همداشان ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړي‌ وزیر سره هم د دوه اړخیزو اړیکو ، سیمه ایزو او نړۍوالو مهم مسئلو په اړه خبرې وکړې.



اړوند خبرونه