د ترکیې او اوزبیکستان ترمنځه الوتنې د نن نه په اعتبار سره له سره پیلیږي
د ترکیې او اوزبیکستان ترمنځه د کرونا ویروس ساري ناروغۍ له امله ځنډول شوې متقابلې الوتنې د نن نه په اعتبار سره له سره پيلیږي.
1483347
د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزارت او د اوزبیکستان د ټرانسپورت وزارت د چارواکیو ترمنځه د اګست په ۲۴ مه نیټه د ترسره شوې غونډې په ترڅ کې د سپټمبر د دویمې نیټې نه په اعتبار سره په متقابله توګه د الوتنو د پيلولو پریکړه وشوه.
پدې غونډه کې په دواړو هیوادونو کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د نیول شوو تدابیرو په اړه هم خبرې شوي دي.
د ترکیې د ټرانسپورت وزارت په هوايي ډګرونو کې د نیول شوو تدابیرو، هوايي شرکتونو لخوا د مراعات کیدونکو شرایطو او موضوعاتو په اړه د اوزبیکستان لوري ته معلومات ورکړل.