د ولسمشر اردوغان لخوا د متحده عربي اماراتو په اړه ډیر سخت غبرګون
ولسمشر اردوغان : لکه څرنګه چې مو تر ننه پورې د فلسطین د حق او حقوقو نه دفاع کړې د ننه وروسته به هم دفاع ته دوام وکړو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د عادي کولو په خاطر د کړي توافق او تړون په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
ولسمشر اردوغان د جمعې د لمانځه نه وروسته وروسته د مسئلې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د عادي کولو په اړه د شوي توافق او تړون په اړه وویل چې پدې اړه مو د بهرنیو چارو وزارت ته ځینی هدایات کړي دي. د متحده عربي اماراتو سره ډیپلوماتیکو اړیکو او ددې هیواد نه د خپل سفیر هیواد ته د راغوښتولو په څیر په مهمو ګامونو اوچتولو غور کوو. کیدای شي چې پدې اړه ځیني مهم ګامونه اوچت شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د اسرائیل لخوا هم د مصر او هم د یونان سره اړیکي او همغږي او د فلسطین په اړه دریځ باندې سترګې پټول ناممکنه خبره ده. فلسطین هم کیدای شي چې په متحده عربي اماراتو کې خپل سفارت وتړي.
د همدې امله مو د بهرنیو چارو وزارت ته هدایت کړی دی. د متحده عربي اماراتو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو او یا ددې هیواد نه خپل سفیر هیواد ته د راغوښتو په ګډون په مسئلو غور کیږي. کیدای شي چې پدې برخه کې مهم ګامونه اوچت کړو.
ولسمشر اردوغان وویل لکه تر ننه پورې چې مو د فلسطین د حق او حقوقو نه دفاع کړې ددېنه وروسته به هم دفاع کولو ته دوام ورکړو.
همداشان د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم د متحده عربي اماراتو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
هغه په سوئیس کې د خپل سویسي سیال سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې پوښتنې ځواب کړې.
هغه د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځه د شوي توافق په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا توافق او تړون د فلسطین دعوا ته خدمت نه کوي بلکې د دعوا ضعیفوي. دا تړون په اصل کې د فلسطین د دعوا د ضعیفولو په خاطر جوړه شوې لوبه ده.
متحده عربي امارات د سیمې د بې استقرارۍ په خاطر د خپل وس او توانه پورې کار کوي. د خپلو شخصي ګټو او منافعو په خاطر د فلسطین دعوا ته ستر خیانت کوي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل