په سوریه کې د پ ک ک د پوځي څانګو وای پ جي د مشر وراره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو
په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان د پوځي څانګې وای پ جي او پ وای ډي د مشرانو نه د صالح مسلم وراره دالیا محمود مسلم ځان د ترکیې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړ.
۲۱ کلن مسلم چې د جولای په ۱۵ مه نیټه د ترکیې د مارسین ولایت د امنیې قومندانۍ ته ځان تسلیم کړ. هغه په لومړنیو تحقیقاتو کې وویل چې پلار يي محمود مسلم پخوا ترهګري سازمان ته د یو ماشوم د هدیه کولو ژمنه کړې وه چې ددې ژمنې سره سم په ۲۰۱۳ میلادي کال پداسې حال کې چې ۱۴ کلن وو د پ ک ک ترهګري سازمان سره یو ځای شو او سوریې ته تیر شو. د څو کلونو لپاره د ترهګري سازمان د ماشومانو په کمپ کې وو.
هغه ویلي دي چې ۷ میاشتې د پ ک ک ترهګري سازمان د ښځینه اورپکو په کمپ کې تیرې کړي دي. د مراد قره یلان، جمیل بایق او دوران کالکان په څیر د ترهګرو مشران به د غونډو په بهانه ژر ژر د ښځینه ترهګرو کمپ ته راتلل.
هغه ویلي دي چې د ترهګرو په منځ کې هم جدي اختلاف د نظر او وخت نا وخته حتا خپلمنځنۍ نښتې هم کوي.
هغه ویلي دي چې د پ ک ک ترهګری سازمان د کورونو نه د مالیې په نامه د زور سره پیسې راټولی او د هر کور نه یو ماشوم په زور سره د وای پ جي ترهګرې ډلې سره یو ځای کوي.
هغه د امریکايي او فرانسوي ځواکونو لخوا ترهګرو ته په هره برخه کې د پوځي روزنو خو په ځانګړې توګه د ډرون د کارولو په برخه کې روزنه ورکول کیږي.
د ویلو ده چې دالیا محمود مسلم په سوریه کې د پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو د مشرانو نه ګولتن الاتاش چې د ترکېې لخوا په سره ګټګورۍ کې لټول کیږي د ساتوونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل