په سومالیا کې د ترکي ځواکونو په پوځي هډې د ځانمرګي برید مخنیوی وشو
د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د ترکیې په روزنیزې پوځي هډې د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه.
1441433
په سومالیا کې د ترکیې لوی سفیر محمد یلمز خبري رسنیو ته ویلي دي چې په پلازمینه موګادیشو کې د ترک سوم په نامه د ترکیې په رونیزې پوځي هډې د ځانمرګي برید مخنیوی وشو. هغه وویل چې ځانمرګي برید کوونکي چې د زده کوونکو په منځ کې هډې ته د ننوتو هڅه کوله د ساتوونکو لخوا تثبیت او له منځه یوړل شو.
سفیر وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې برید کوونکي چې پوځي هډې ته د ننوتو هڅه کوله د سومالي امنیتي ځواکونو لخوا يي د درولو هڅه وشوه کله چې برید کوونکی ونه درید د سرتیرو لخوا وویشتل شوه چې نتیجه کې چاودنه رامنځته شوه.
پدې چاودنه کې یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
داسې ګمان کیږي چې برید د الشباب ترهګرې ډلې لخوا شوی وي. په سومالیا کې د الشباب ترهګره ډله وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.