ترکیه د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې د نړۍ سره مرستو ته دوام ورکوي
ترکیې سومالیا ته په طبي مرستو بار دویمه الوتکه ولیږله
ترکیه د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د نړۍ د هیوادونو سره د طبي توکو مرستو ته دوام ورکوي.
ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې د سومالیا سره د دویم ځل لپاره د طبي توکو او ماشین الاتو مرسته وکړه.
د ویلو ده چې ترکیې ددینه مخکې هم سومالیا ته یوه الوتکه طبي توکي مرستې لیږلې وې.
ترکیې د روغتیا وزارت او ترکیې د همکاریو او همغږۍ اژانس تیکا دې هیواد ته یوه الوتکه بله طبي توکي او ماشین الات ولیږل.
ترکیې چې ددینه مخکې د سومالیا ته د وانتیلاتور یا مصنوعي تنفس ماشیونو، ماسکونو، د ډاکټرانو د محافظتي کیتونو یا ځانګړو جامو او ضد عفوني موادو مرسته کړې وه داځل يي ورسره د ناروغانو د طبي چپرکټونو، د ناروغانو د انتقال تسکرې، روجايي ګانې، ماسکونه او یو زیات شمیر نورې اړین روغتیايي توکي ولیږل.
ترکیې دا مرستې په پوځي الوتکه کې سومالیا ته ولیږلې.