د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو ریاست خپله لومړنۍ مجله چاپ او نشر کړه
د ترکیې د بهر میشتو او ترک تبارو ټولنو ریاست زما مملکت تر نامه لاندې مجله چاپ او نشر کړه
د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست ( زما مملکت ) ترنامه لاندې مجله چاپ کړه. د ویلو ده چې د دې مجلې لومړۍ ګڼه پیاوړی ډیاسپور پیاوړې ترکیه تر عنوان لاندې نشر شوه.
د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو د ټولنې رئیس عبدالله ایرن د خپل ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې دا مجله د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست د تاسیس د لسمې کلیزې ډالۍ ده.
هغه وویل چې لومړنۍ ګڼه به يي پیاوړې ډیاسپور پیاوړې ترکیه تر عنوان لاندې نشر شي.
زمونږ مجلې د لومړۍ ګڼې لویه برخه ډیاسپور فعالیتونو ته ځانګړې شوې ده. هغه وویل چې دا مجله به په هرو ۳ میاشتو کې یوځل چاپ او نشر شي. ددې مجلۍ د نشر په برخه کې د زیار ویستونکو ټولو ملګرو نه د زړه له کومې مننه کوم.
هغه ویلي دي چې دا مجله به د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ویبپاڼې له لارې هم نشر شي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل