اردوغان د فلسطین د ولسمشر، تونس د پارلمان رئیس او بلغاریا د لومړي وزیر سره ټيلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان د فلسطین او بلغاریا د مشرانو او تونس د پآرلمان رئیس سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین د ولسمشر محمود عباس، د تونس د پارلمان رئیس راشد الغنوشي او د بلغاریا د لومړي وزیر بویکو بوریسوف سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
دواړو مشرانو د نوي ډول کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې په همکارۍ ، دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر مهمو مسئلو خبرې وکړې.
همداشان ولسمشر اردوغان وروسته د تونس د پارلمان رئیس راشد الغنوشي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د الغنوشي سره د ټيلیفوني خبرو نه وروسته د بلغاریا د لومړي وزیر بویکو بوریسوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې د کرونا ویروس پر خلاف د روانې مبارزې په برخه کې په همکارۍ، دوه اړخیزو اړیکو او سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې وشوې.