د ترکیې د تکنالوژۍ وزیر : د کرونا ویروس ضد واکسین او درملو جوړولو په پروژو کار پیل شوی دی

د ترکیې د تکنالوژۍ او صنایع وزیر مصطفی وارانک وویل چې ترکیې د نوي‌ ډول کرونا ویروس ضد د واکسین او درملو په ۱۴ پروژو کار پیل کړی دی.

1389906
د ترکیې د تکنالوژۍ وزیر : د کرونا ویروس ضد واکسین او درملو جوړولو په پروژو کار پیل شوی دی

هغه وویل چې  پدې برخه کې ډیر اغیزمن فعالیتونه دوام لري‌ او د نوي‌ میتدونه پکې کار اخیستل کیږي.  

د ترکیې د تکنالوژۍ وزیر دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د کووید ۱۹ ترکیې پلاټ فارم لخوا جوړ شوي‌ د واکسین او درملو د جوړولو انلاین کنفرانس کې وکړې.

هغه وویل چې ترکیه د قوي‌ تحقیقاتي‌ بنسټونو او قوي‌ علمي‌ کدر سره د کرونا ویروس ضد واکسین او درملو د جوړولو سره غواړي‌ چې د نړۍ سره مرسته وکړي.

هغه وویل چې ترکیې ۷ د کرونا ضد واکسین او ۷ د کرونا ضد درملو  په پروژو کار پيل کړی دی. په ترکیه کې د واکسین او درملو د جوړولو قوي‌ پوتانشیل او ظرفیت شتون لري. پدې پروژو کې نوي‌ او په ډیره کمه موده کې نتیجه ترلاسه کوونکي‌ میتودونو نه کار اخیستل کیږي.

هغه وویل چې په ترکیه کې دا پروژې د ترکیې د علمي‌ او تکنالوژیکو تحقیقاتو د مرکز په مشرۍ دوام لري.

هغه وویل چې مونږ د کرونا ویروس په اړه خپله لومړنۍ غونډه څه باندې ۲ میاشتې مخکې هله وکړه چې دا ویروس د چین د پولو نه بهر ته نه وو خپور شوی. وروسته مو د مختلفو برخو متخصصین سره راټول کړل. په ترکیه کې د واکسین او درملو د جوړولو په خاطر هر ډول امکانات شتون لري.

ترکیې په ۲۰۱۹ کال کې د علمي‌ او تکنالوژیکو تحقیقاتو د ادارې په غوښتنه د واکسین او درملو جوړولو په اړه یوه تحقیقاتي‌ ډله جوړه کړې وه.

د همدې امله زمونږ اکادیمسینانو د کووید ۱۹ پر خلاف د مبارزې په خاطر پروژې په ډیره چټکه توګه د لاس لاندې ونیولې . پدې پروژو د ۲۴ پوهنتونونو، ۸ تحقیقاتي‌ مرکزونو او ۸ خصوصي‌ سکتور نه په سلګونو تنه کار کوي.

هغه وویل چې په راتلوونکي‌ پړاو کې به جوړ شوي‌ واکسین او درمل به د کلنیک د ازمایښتونو په خاطر د ترکیې د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي‌ انیستیتیوت ته وسپارل شي.



اړوند خبرونه