ولسمشر اردوغان : د ټولې نړۍ سترګې په مسکو کې زمونږ ننۍ لیدنې ته اوښتي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د کاري سفر په ترڅ کې روسیې سفر کړی مسکو ته ورسید.
1372649
د ولسمشر اردوغان نه په مسکو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین کې د کوربه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا هر کلی وشو.
دواړو مشرانو د دوه په دوه لیدنې د پیلولو نه مخکې خبري غونډې ته لنډې څرګندونې وکړې.
د روسیې ولسمشر خپلې څرګندونې د سوریې د ادلب په ښار کې د اسد رژیم په هوايي برید کې د شهید شوو ترکي سرتیرو په خاطر د تسلیت او ډاډګیرنې په وړاندې کولو سره پیل کړې. هغه وویل چې ددې ډول پیښو د نه تکراریدو په خاطر بهیر د نږدې نه تعقیبوي.
ولسمشر اردوغان بیا وویل چې د نړۍ سترګې نن دلته دې لیدنې ته راوښتي دي. نړۍ د سوریې د ادلب د سیمې په اړه د اوچتیدونکو ګامونو او نیول کیدونکو تصامیمو سترګې په لاره ده.
دواړو مشرانو وروسته دوه په دوه لیدنه پیل کړه.
پدې لیدنه کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سوریې د ادلب په مسئلې غور کوي.