اردوغان نن مسکو ته ځي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یو ورځني سفر په ترڅ کې روسیې ته ځي.
1372149
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان نن پنجشنبه د مارچ پنځمه نيټه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په موخه مسکو ته سفر کوي.
ددې لیدنې اصلي موضوع د سوریې د ادلب د سیمې وروستي پرمختګونه دي. پدې لیدنه کې به د سوریې د ادلب په مسئلې د هر اړخیزو غور او خبرو نه سربیره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشي.
ولسمشر اردوغان تیره ورځ ویلي وو چې هیله لرو چې زمونږ دا سفر په سیمه کې د دوامداره اوربند وسیله وګرځي.