د ترکیې د کډوالۍ د چارو ریاست د بهرنیانو معلوماتي مرکز په ژبو کې پښتو ژبه هم اضافه شوه

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت  د کډوالۍ د چارو ریاست  د بهرنیانو د معلوماتي مرکز ( YİMER 157 ) په ژبو کې  د پښتو ژبه هم اضافه کړه.

1366610
د ترکیې د کډوالۍ د چارو ریاست د بهرنیانو معلوماتي مرکز په ژبو کې پښتو ژبه هم اضافه شوه

 

د ترکیې د کډوالۍ د چارو ریاست د خپل رسمي ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې  د پښتو ژبه هم ددوې د بهرنیانو لپاره د معلوماتي مرکز په ژبو کې اضافه کړې شوه. پدې ډول  ددې مرکز د ژبو شمیر  ۷ ته لوړ شو.

د ترکیې د کډوالۍ د چارو ریاست د بهرنیانو معلوماتي مرکز چې په ترکي، انګلیسي، عربي، روسي، الماني او فارسي ژبو بهرنیانو ته خدمات وړاندې کول  اوس يي په پښتو ژبه هم  وړاندې کوي.

په څرګندونو کې راغلي دي چې  " بهرنیان د ویزې، اقامت ، کډوالۍ د نړۍوال حق، لنډ مهاله کډوالۍ حق  او په ټولو هغه مسئلو کې چې د کډوالۍ د چارو د ریاست پورې مربوط وي  کولی چې  د  بهرنیانو معلوماتي مرکز ( YİMER 157 ) نه په نوموړو  ۷ ژبو معلومات ترلاسه کړي. دا مرکز د وړاندیزونو او  شکایتونو د اوریدو سربیره  مرستې غوښتنې، د انسان تجارت د قربانیانو او کډوالو د قاچاق اړوند  د راپور  د ترلاسه کولو او  مرستندویه  مرکز په توګه فعالیت کوي ."

د کډوالۍ د چارو ریاست  د بهرنیانو د معلوماتي مرکز سره  د انتالیا ولایت نه د ټینګ شوي په پښتو ژبه د لومړني تماس غږ هم  خپور کړی دی.



اړوند خبرونه