ترکیې  لومړی هوا نه هوا ملي توغندی  په بریالیتوب  سره  وازمایه.

د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزارت د بوزدوغان په نامه  د هیواد هوا نه هوا  ته د ملي توغندي په اړه  معلومات خپاره کړي دي.

1312900
ترکیې  لومړی هوا نه هوا ملي توغندی  په بریالیتوب  سره  وازمایه.

 

د صنایع او تکنالوژۍ وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د بوزدوغان  په نامه  هوا نه هوا نه د  ملي توغندی  به  د بهر نه د راواردیدونکو  هوا نه هوا ته د توغندیو میلیونونه ډالره  به پرې په مصرف رسول کیدې  ځای ونیسي. ددې توغندي  عام تولیداتوته  شیبې  شمارو.

دا توغندي  چې  په جنګي الوتکو کې د نصبولو  په ظرفیت جوړ شوي دي  په مځکه کې هم  په بریالیتوب سره  وازمایل شو. د ازمایښت پر مهال يي  هدف په ډیره دقیقه توګه  له منځه یوړ.

دا توغندي چې ازمایښتونه يي په بریالیتوب سره  سرته رسیدلي دي  د ترکیې ملي محاربوي  الوتکې  سربیره  اف ۱۶ جنګي الوتکو کې به هم  نصب کړی شي.

دا توغندي به په ۲۰۲۰ کال کې وسله والو ځواکونو ته  وسپارل شي.

ترکیې  ددې توغندي  د جوړولو  سره  د هغه ۹ هیوادونو په کتار کې ځای ونیو چې د هوا نه هوا نه توغندي  تولیدوي.   



اړوند خبرونه