د ترکیې ملي شورا د امریکا د ولسي جرګې د وروستیو پریکړو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
د ترکیې ملي شورا د یوې پریکړه لیک په تصویبولو سره د امریکا متحده ایالتونو د ولسي جرګې لخوا د ترکیې پر خلاف تصویب شوي د قانون مسودې غندلي او رد کړي دي.
د ترکیې په ملي شورا کې په تصویب شوې پریکړه کې لیک کې راغلي دي چې
" د امریکا ولسي جرګې د یوې برخې لخوا رامنځته شوو د ارامنه عام وژنو ادعاګانو نه ملاتړ کول ، د عقل او وجدان خاوندانو وکیلانو د ټولو اعتراضاتو سره سره ددې ادعاګانو تصویبول د ترکیې د ملي شورا په توګه تاسف سره غندو او ردو. "
په پریکړه لیک کې راغلي دي چې ددینه مخکې په تیرو کلونو کې هم ورته اقدامات ترسره شوي وو خو په ولسي جرګه کې په نوموړو ادعاګانو د رای اچونې پر مهال پدې اندازه د ترکیې پر خلاف ښکاره دښمني نوه ښودل شوې.
په تیره شوې دې موده کې په تاریخي اسنادو کې کوم بدلون ندی راغلی ، بدلون نن ورځ د کوچنیو منافعو په خاطر په شرم اوره سیاسي ذهنیت کې راغلی دی . د امریکا د ولسي جرګې دا پریکړه او تصمیم په ښکاره توګه په تاریخي حقایقو پرده غوړول، سترګې پټول او انکار کول دي.
ترکیې تل ددې ډول بې بڼسټه ادعاګانو په مقابل کې د تاریخي ارشیفونو په پرانیستو ټینګار کړی دی او ویلي دي چې ددې مسئلې په اړه پریکړه او قضاوت کول د سیاسینونو نه بلکې د تاریخ پوهانو دنده ده.
د ترکیې د ملي شورا لخوا په تصویب شوې پریکړه لیک کې د امریکا د ولسي جرګې لخوا د ترکېې پر خلاف په سوریه کې د سولې چینې د عملیاتو پر بهانه د تحریمونو لګولو اړوند د بلې مسودې د تصویبولو نه د ابتزاز یا بلک میل په توګه یادونه کړې ده.
په پریکړه لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې " ترکیې هیڅکله د چا ابتزاز یا بلک میل ته غاړه نده ایښې ، د امریکا د ولسي جرګې دا پریکړه هم ټول د یو وجود په څیر په ډیره کلکه توګه غندو او ردو. "