د امریکا ولسي جرګې په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو له امله په ترکیې د تحریمونو لګولو پریکړه وکړه

د امریکا کانګرس یو ځل بیا ترهګرو ته پر ترکیې ترجیح ورکړه.

1296802
د امریکا ولسي جرګې په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو له امله په ترکیې د تحریمونو لګولو پریکړه وکړه

 ترکیې  د امریکا متحده ایالتونو د ولسي جرګې لخوا  د سوریې په شمال کې  د پ ک ک – وای پ جي  او داعش ترهګرو  ډلو پر خلاف  د پیل کړو سولې چینې پوځي عملیاتو  په بهانه  په ترکیې  د تحریمونو لګولو اړوند  د قانونې د طرحې  تصویبول  په کلکو ټکو وغندل.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  پدې اړه په خپور کړي بیان کې  ویلي دي چې

« د امریکا  د ولسي جرګې لخوا  د سولې چینې د پوځي عملیاتو په بهانه په ترکیې  د تحریمونو لګولو اړوند  د قانون د طرحې  تصویبول  په کلکه توګه غندو.»

په بیان کې راغلي دي چې  پدې بندیزونو کې چې د ترکیې  لوړپوړي چارواکي  او وسله وال ځواکونه  هدف ښودل شوي دي ، د ناټو تر چت  لاندې  د روان  اتفاق او متحدوالي  د شان سره  برابر ندي. همداشان  د ولسي جرګې دا پریکړه د اکتوبر په ۱۷ مه نيټه د ترکېې او امریکا ترمنځه د لاسلیک شوي  هوکړه لیک سره هم  په ټکر کې  ده.

په بیان کې  ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې امریکا متحده ایالتونه  د یو پلوه  ګواښونو  او تهدیدونو سره  هیڅشی  ترلاسه کولای نشي.

په بیان کې راغلي دي چې « پدې وروستیو ورځو کې  امریکايي چارواکیو د متحد یو هیواد او ترهګرو ترمنځه  توپیر  خو پر ځای پریږده  چې  د خپلو څرګندونو  او اقداماتو سره یو ترهګر  ته د مشروعیت ورکولو  په غفلت کې  لویدلي دي  او په یو پلوو ګواښونو  يی لاس پورې کړی  دی چې  ددې ډول  اقداماتو سره  به هیڅ شی  ترلاسه نکړي. پدې باید  ځانونه ښه پوه کړي. د امریکا کانګرس  باید  د داسو  مسايلو  چې  زمونږ  د اړیکو سره  هیڅډول تړاو نلري  په سیاسي  مسئلو  بدلې نکړي او ددې ډول اقداماتو لاس واخلي.

د امریکا کانګرس  باید  د دواړو هیوادونو  د اړیکو او ګډ ستراتیژیک شراکت  د شان سره  سم  چلند  وکړي  او د داسو ګامونو  د اوچتولو نه  چې  زمونږ اړیکو ته  زیان رسولي  ډډه وکړي. امریکا ته حکومت ته پدې اړه  د هر څه ژر تدابیرو نیولو بلنه ورکوو.



اړوند خبرونه