د اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې یو ډیر مهم ګام
ترکیه ، مالیزیا او پاکستان د اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې یو ډیر مهم ګام اوچتوي.
د نوموړو درې هیوادونو مشرانو د اسلام دښمنۍ پر خلاف د لا ښې مبارزې او عامه پوهاوي په خاطر د ګډ تلویزیوني کانال د جوړولو پریکړه وکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مالیزیا لومړي وزیر مهاتیر محمد او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیویارک ښار کې د ملګروملتونو د کلنۍ اسمبلۍ په چوکاټ کې درې اړخیزه غونډه وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د غونډې نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې د پيغام په خپرولو سره د کډ تلویزیوني کانال د جوړولو د تصمیم نیولو نه خبر ورکړ.
هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « د ولسمشر اردوغان او لومړي وزیر مهاتر سره مو په ننۍ درې اړخیزه غونډه کې د اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ پر خلاف د لا ښې مبارزې او د اسلام د سپڅلي دین په اړه د غلطو او ناسمو معلوماتو د اصلاح او مخنیوي په خاطر په انګلیسي ژبه د یو ګډ تلویزیوني کانال د جوړولو پریکړه وکړه.»
عمران خان ویلي دي چې ددې لارۍ څخه به د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د رامنځته شوو ناسمو اذهانو او معلوماتو د اصلاح او لمنځه وړو په خاطر قوي مبارزه وکړو. ددې تلویزیوني کانال له لارې به خلکو ته د دیني ارزښتونو په اړه سم معلومات ورکړل شي ، د سمو معلوماتو ورکولو او روزنې په موخه به د مسلمانانو د تاریخ بیانوونکي فلمونه او ډرامې تولید نړۍ ته وړاندې شي.