ولسمشر اردوغان د اقلیم په نړۍواله سرمشریزه کې وینا وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې ترکیه د نوې کیدونکې  انرژۍ په برخه کې په سیمه کې  په لومړي کتار کې ځای لري.

1275056
ولسمشر اردوغان د اقلیم په نړۍواله سرمشریزه کې وینا وکړه

 

ولسمشر اردوغان  د امریکا متحده ایالتونو  د نیویارک په ښار کې جوړه شوې  د ملګروملتونو سازمان د ۷۴ کلنۍ عمومۍ اسمبلې  په چوکاټ کې  د اقلیم  په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان د اقلیم  سرمشریزې ته وینا کې وویل « ترکیه د هغه نادرو هیوادونو نه  یو  دی چې  د هرې ورځې په تیریدو خپلو ځنګلونو ته وده ورکوي. ترکیې په تیرو ۱۷ کلونو کې  څه باندې ۴ میلیارده نیالګي  کینولي دي  او د روان کال د نوامبر په ۱۱ مه نيټه  به ۱۱ میلیونه نور نیالګي  کینوو.

ترکیه د نوي کیدونکې  انرژۍ په برخه کې په سیمه کې په لومړي کتار کې ځای لري. ترکیه د خپلې برښنا ۳۰ سلنه  اړتیا  د نوې کیدونکې انرژۍ نه ترلاسه کوي.

هغه وویل چې په ترکیه کې  د پلاستیکي  کڅوړو  کارونې  کچه  په څلورو کې درې برخې   راټیټه شوې ده .

په ټول هیواد کې مو اصراف د مخنیوي ، د ضیاع د مدیریت، چاپیریال دوستې  ټکنالوژۍ او نوې کیدونکې انرژۍ په برخه کې ډیر جدي پرمختګ کړی دی.

د پراختیايي  اهدافو  د تداوم  سره سره  مو  د اقلیم د بدلون سره د تطابق او هر ډول طبعي ناورینونو په مقابل کې د مقامت  سیاستونه مو عملي کړي دي. »



اړوند خبرونه