ترکیې د کابل د تیرې ورځې برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې په کابل کې تیره ورځ په راتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني  د لومړي مرستیال په توګه  نوماند امرالله صالح په دفتر  ډله ایز  برید په کلکو ټکو وغنده.

1244260
ترکیې د کابل د تیرې ورځې برید په کلکو ټکو وغنده

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د اعلامیې په خپرولو سره  د کابل  د تیرې ورځې برید کې په ترڅ کې  تر ۷۰ تنو ډیرو  کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې  په کلکو ټکو غندلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو  پرون  په کابل کې په راتلوونکو ټاکنو کې  د ولسمشر محمد اشرف غني  د لومړي مرستیال په توګه نوماند ټاکل شوي  امر الله صالح په دفتر ډله ایز ترهګري  برید په اړه چې په پایله کې شل تنه مړه او تر ۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي  خبر ترلاسه کړ. ترکیه دا منفور ترهګری  برید  چې  د افغنانو  ډیموکراتیک  حقونه يي  هدف  لاندې  نیولي دي په کلکو ټکي غندي . د پيښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفا‌ء ، د قربانیانو کورنیو  او دوست هیواد افغانستان ورور ملت  ته  تسلیت  مراتب وړاندې کوو.

 په افغانستان کې راتلوونکي  د ولسمشرۍ  ټاکنې  د سولې او امنیت په فضا کې  د ترسره کیدو  هیله کوو. 

د ویلو ده چې  پرون  د مازیګر په ساعتونو کې  د کابل د پولیسو په څلورمه حوزه کې  د امر الله صالح په مشرۍ د زرغون خوځښت  په دفتر  ډله ایز برید وشو. برید کوونکو  لومړی  د دفتر په مخکې  د موټر پر مټ ځانګړی برید وکړ او پاتې برید کوونکی  دفتر ته داخل شول.

د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه  نښته پیل شوه.

د برید پر مهال  امر الله صالح هم  په دفتر کې شتون درلود. هغه د برید نه  روغ رمټ  وژغورل شو. صالح  په ډیره سطحي  توګه په لاس ټپي شوی وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  اعلان وکړ چې پدې برید کې  ۲۰ تنو ژوند  د لاسه ورکړی او تر ۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

په کابل کې د امرالله صالح په دفتر پداسې حال کې دا برید وشو چې تیره ورځ په کابل کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره  د کمپاینونو لړۍ  رسمآ پيل شوه.



اړوند خبرونه