ترکیې د امریکا او ترکیې د اړیکو په اړه د امریکا د کانګرس د وروستۍ پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود

ترکیې  د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس لخوا د « د امریکا او ترکیې د اتفاق په اړه د اندیښنو بیان » په نامه  د پریکړې  د منلو په اړه  سخت غبرګون وښود.

1216209
ترکیې د امریکا او ترکیې د اړیکو په اړه د امریکا د کانګرس د وروستۍ پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود

ترکیې  د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس لخوا د « د امریکا او ترکیې د اتفاق په اړه د اندیښنو بیان » په نامه  د پریکړې  د منلو په اړه  سخت غبرګون وښود. ترکیې ویلي دي چې  د امریکا د کانګرس  دا پریکړه  د دواړو هیوادونو د دوستۍ د ژورو اړیکو او متحدوالي د اړیکو سره  په ټکر کې پریکړه ده.

د امریکا کانګرس  تیره ورځ  هغه  مسوده  د رایو په اکثریت سره ومنله چې  په ترکیې یو ځل بیا  د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم  نه اخیستو غږ شوی دی.

پدې پریکړه کې ویل شوي دی چې  ترکیه  نشي کولای چې هم  اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  او هم  اف ۳۵ دوله  نوي نسل جنګي الوتکې ولري.ترکیه باید ددې دوو  ترمنځه  یو انتخاب کړي.

پدې پریکړه  کې د ترکیې او امریکا ترمنځه په تاریخي اتفاق او اړیکو ټینګار شوی دی او په ترکیې غږ شوی دی چې  د روسیې سره د پوځي اړیکو له امله   په ناټو سازمان کې  د ترکیې رول  د خطر سره  مخامخ نکړي. د روسیې سره د پوځي همکاریو نه لاس واخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون د امریکا  د کانګرس لخوا د منل شوې پریکړې په اړه  د یو بیان په خپرولو سره  سخت غبرګون وښود.

په بیان کې راغلي دي چې  د امریکا د کانګرس دا پریکړه د ترکیې او امریکا ژورې دوستۍ او متحدوالي  د اړیکو سره  په ټکر کې پریکړه ده.

پدې پریکړه کې د ترکیې د بهرنیو سیاستونو  او قضايي سیستم  په اړه  شوې  بې بڼسټه  او بې بنیاده  ادعاګانې  په هیڅډول د منلو وړ ندي.

په بیان کې راغلي دي چې ترکیې  تل د دوست او متحدو هیوادونو سره  د هر ډول اختلاف د نظر د حل په خاطر  مذاکراتو ته  ترجیح ورکړې  او د هیوادونو خپلواکو پریکړو ته يي درناوی کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  هر هغه پریکړې چې  قانوني بڼسټ ونلري  او متقابلو باور او اعتماد  د قوي کولو پر ځای  لمنځه وړو ته  زمینه برابروي د منلو وړ ندي. همداشان د تهدیدونو  او بندیزونو ګواښونه هم  د منلو وړ ندي.



اړوند خبرونه