د عراق ولسمشر ترکېې ته راغلی دی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق د ولسمشر برهم صالح سره په استانبول کې لیدنه وکړه.
د ترکیې ولسمشر اردوغان پرون ماښام په استانبول کې د عراق د ولسمشر برهم صالح سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو لیدنه وکړه.
لیدنه د استانبول د وحدت الدین په ماڼۍ کې ترسره شوه. لیدنه چې د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شاه ترسره شوه یو ساعت يي دوام وکړ.
پدې لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د ملي استخباراتو رئیس حاکان فیدان هم ګډون درلود.
ولسمشر اردوغان د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته د عراق د ولسمشر په ویاړ د روژه ماتي میلمستیا جوړه کړې وه.
پدې میلمستیا کې د عراق د ولسمشر سربیره د هغه میرمن او د ترکیې ولسمشر اردوغان هم د خپلې میرمنې سره ګډون کړی وو.
د عراق ولسمشر برهم صالح پداسې حال کې ترکیې ته په رسمي سفر راغلی دی چې ترکیې وسله وال پوځ تیره ورځ د عراق په شمال کې د ترهګرو د تصفیه کولو په خاطر پوځي عملیات پیل کړل.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل