د ترکیې  او ایران ترمنځه سیاسي  مشورې  ترسره کیږي.

د ترکیې او ایران د بهرنیو چارو د وزارتونو ترمنځه  سیاسي مشورې ترسره کیږي.

1191680
د ترکیې  او ایران ترمنځه سیاسي  مشورې  ترسره کیږي.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په خپرونو سره  ویلي دي چې  د ترکیې او ایران ترمنځه د سیاسي مشورو په چوکاټ کې  سبا د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سادات اونال  د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عراقچي او ورسره مل  هیت  په پلازمینه انقره کې  لیدنه کوي.

په نوموړو سیاسي مشورو کې به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو  خبرې او مشورې وشي.

د یادولو وړ ده چې  د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  د اپریل په ۱۷ مه نيټه  د رسمي سفر په ترڅ کې  انقرې ته راغلی وو. هغه په انقره کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا هم  حضور ته منل شوی وو.



اړوند خبرونه