د ترکیې د حزانې او مالیې وزیر د امریکا د ولسمشر سره ولیدل
د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق چې د رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته سفر کړی دی په سپینه ماڼۍ کې د نوموړي هیواد د ولسمشر دونالد ټرمپ سره ولیدل.
د خزانې او مالیې وزیر البیرق ویلي دي چې په واشنګټن کې د لیدونو کتنو په چوکاټ کې د نوموړي هیواد د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا هم حضور ته ومنل شو.
هغه وویل چې پدې لیدنه کې ښاغلي ټرمپ ته د ولسمشر اردوغان سلام او پیغام هم وړاندې کړ.
هغه وویل چې په واشنګټن کې د امریکا د خزانې د وزیر ستیف منوچین سربیره د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي سلاکار جارد کوشنر سره هم ولیدل. پدې لیدنه کې د ترکیې او امریکا ترمنځه د همکاریو د کچې د لوړولو په برخه کې په اوچتوونکو ګامونو مو خبرې وکړې.
همداشان د ترکیې د مالیې وزیر البیرق د ترکیې او امریکا د سوداګرو د شورا او امریکن ترک شورا لخوا په واشنګټن کې جوړ شوي په ۳۷ ګډ کنفرانس کې د وینا نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه د ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې په اړه وویل چې ډیره ګټوره، مثبته او مهمه لیدنه وه چې په ډیره صمیمي فضا کې ترسره شوه.
هغه وویل چې پدې لیدنه کې د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د رانیولو په مسئلې، د دواړو هیوادونو ترمنځه تجاري حجم ۷۵ میلیاردو ډالرو ته د لوړولو او سیمه ایزو مسئلو کې د لا زیاتو همکاریو په څیر په مسئلو خبرې وکړې.
هغه وویل چې د ولسمشر ټرمپ چلند ډیر صمیمي او مثبت وو چې انشاالله د هغه پیغامونه به ولسمشر اردوغان ته ورسو.
د ترکیې د مالیې وزیر ددې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د ولسمشر لخوا د ترکېې یو وزیر حضور ته د منلو او د هغه سره د لیدنې په اړه ستاسې شخصي نظر څه دی؟ وویل، دا په اصل کې د امریکا لخوا ترکیې ته د اهمیت ورکولو نه سرچینه اخلي.
هغه وویل کیدای شي چې په نږدې راتلوونکي کې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره لیدنه وکړي.
د ترکیې د مالیې وزیر په کنفرانس کې هم د خپلې وینا پر مهال وویل چې ترکیې او امریکا په خپلو منځونو کې د موجودو ستونزو د حل د ظرفیت او پوتانشیل خاوند هیوادونه دي.
د ناټو سازمان په چوکاټ کې د ترکیې او امریکا امنیتي اتفاق ژوند تاریخ په اصل کې ددې هیوادونو د دوه اړخیزو قوي اړیکو بڼسټ جوړ کړی دی.
البیرق وویل چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ټرمپ لخوا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو پریکړه په اصل کې د ترکیې سره په اړیکو کې د رامنځته شوو ځینو اختلافاتو د تلافي په خاطر یو ډير ښه فرصت دی.
هغه وویل که چیرې د ترکیې او امریکا ترمنځه په سوریه کې د امن سیمې د مسئلې په اړه په روانو مذاکراتو کې د دواړو خواوو د تایید وړ نتیجه ترلاسه شي په سیمه کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه حقیقي همکاري رامنځته شي. د همدې امله ددې همکاریو پر وړاندې د خنډ رامنځته کوونکو پر خلاف مبارزه د دواړو حکومتونو مسئولیت دی.