د ترکیې د عدالت او پرختیا ګوند د وروستیو ټاکنو په اړه د امریکا د څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود

عمر چیلیک : هیڅکوم بهرنی هیواد د ترکیې د ټاکنو د پایلو په بهیر کې د مداخلې حق نلري

1177455
د ترکیې د عدالت او پرختیا ګوند  د وروستیو ټاکنو په اړه د امریکا د څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود

 د ترکیې  د عدالت او پراختیا ګوند  ویاند عمر چیلیک  وویل چې هیڅکوم بهرني هیواد کوم ارګان په ترکیه کې  د ټولټاکنو د پایلو د مشروعیت سرچینه نده  او د مداخلې حق نلري.

هغه دا څرګندونې  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند لخوا د ترکیې د سیمه ایزو ټاکنو د پایلو په اړه د کړو څرګندونو په ځواب کړې وکړې.

عمر چلیلیک  د عدالت او پراختیا ګوند  په عمومي مرکز کې خبري غونډې ته په ترکیه کې د مارچ په ۳۱ مه نيټه  د ترسره شوو ټولټاکنو د پایلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند  څرګندونو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت  ویاند دا څرګندونې  په اصل کې د غندنې وړ دي.  

هغه وویل چې  د هیڅکوم بهرني هیواد کوم ارګان په ترکیه کې  د ټولټاکنو د پایلو د مشروعیت سرچینه نده  او د مداخلې حق نلري.

همداشان هغه  ترکیې ته د ټولټاکنو د نظارت  په موخه راغلو د اروپا د شورا د  ځايي  او سیمه ایزو ادارو د کانګرې په استازو غږ وکړ « تاسې ته چې مونږ  د نظارت  په برخه کې  کوم امکانات  برابر کړي وو  او په کومه کچه چې تاسې ته  د معلوماتو درکولو شفاف میکانیزم جوړ شوی وو  دا د نړۍ  په هیڅ ګوټ کې  نشته . پدې ډول فعاله او قوي میکانیزم  په بل هیواد کې لیدلی نشۍ. »

 



اړوند خبرونه