ولسمشر اردوغان د واشنګټن پوست لپاره مقاله لیکلې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په نوي زیلاند کې د ۵۰ تنو بې ګناه مسلمانانو د قاتل لخوا په خپره شوې ۷۴ پاڼیزه اعلامیه کې په کراتو د ترکیې او زما نه یادونه ډول ډول معناګانې لري.
د ترکیې ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په امریکا کې نشریدونکې د واشنګټن پوست ورځپاڼې ته د نوي زیلاند ترهګر د داعش سره کوم توپیر نلري د سرلیک لاندې په لیکلې مقاله کې کړي دي.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د نوي زیلاند د کرستچرچ په ښار کې په دوو جوماتونو د جمعې د لمانځه پر مهال د بریدونو په پایله کې د ۵۰ تنه بې ګناه انسانان په شهادت رسیدلي او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د برید کوونکي د جنایت په وسلې او خپرې کړي اعلامیه کې ډیر زیات تاریخي معلومات لیکل شوي دي.
هغه ویلي دي چې د ترهګر په وسلې لیکل شوو خطونو او اعلامیه کې په کراتو د ترکیې او زما نه یادونه کومه ساده خبره نده. پدې مسئلې باید ژور فکر وشي. ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د نوموړي قتل عام مسئول ترهګر د نړۍ تاریخ او مسیحي دین په تحریفولو سره رامنځته کړي خپلې غلطې او ناسمې مفکورې ته د مشروعیت ورکولو هڅه کړې ده .
هغه ددې اقدام سره په اصل کې د انسانانو او بیلابیلو دینونو د لارویانو سره د نفاق د تخم د کرولو هڅه کړې ده .
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي « د یو مشر په توګه لکه څرنګه چې مې پخوا هم ویلي دي چې ترهګر دین، مذهب، ملت، توکم، ژبه او هیواد نلري. نن ورځ هم دې برید ته د مسیحیت سره تړاو ورکول په کلکه توګه ردوم.
نوي زیلاند کې د رامنځته شوې پیښې نه د جهالت، د نفرت او کینې د زهرو په پایله کې د رامنځته شوې یوې پیښې په توګه یادونه کوو.»
ولسمشر اردوغان ویلي دي دا لومړی ځل دی چې ترهګر زمونږ د ملت تاریخ تحریفوي او پداسې یو منفور برید کې کاروي. لکه څرنګه چې ټول پوهیږي د زرګونو تنو چې ډیری مسلمانان دي قاتلینو د داعش ترهګرې ډلې له سره د استانبول د فتح کولو غږ کړی وو. دې قاتلې ډلې ویلي وو چې استانبول به له سره فتح کړي. خو نن ورځ چې مونږ د کریستچرچ د عام وژنې د مسئول لخوا خپرې شوې اعلامیې ته ګورو هغه هم پکې له سره دا ښار د مسیحي کولو نه یادونه کړې ده . د همدې امله ددوې ترمنځه دواړه یو هدف په خاطر کار کوي. د داعش ترهګرې ډلې د ترکیې د حکومت د ړنګولو قسم خوړی وو. په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د پوځي عملیاتو اصلي موخه هم همدا خبره وه. ترکیې دا ستر تهدید د لمنځه وړو په خاطر په سوریه کې پوځي عملیات ترسره کړل او ددې ترهګرې ډلې ریښې وچې کړې.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې په نوي زیلاند کې د لسګونو تنو قاتل او په فرانسه، اندونیزیا، ترکیې او د نړۍ په یو زیات شمیر نورو ښارونو کې د ترهګریزو بریدونو او عام وژنو د ترسره کوونکو ترمنځه هیڅ کوم توپیر شتون نلري.
ولسمشر اردوغان وویل چې د کریستچرچ پیښې په اصل کې لویدیځو هیوادونو مسئولینو او مشرانو ته د هغوې ځینې مسئولیتونه ه ورپه یاد کړل. لکه څرنګه چې لیدل کیږي پدې وروستیو کې په لویدیځ کې اسلام فوبیا، اسلام دښمني، د بهرنیانو سره دښمني او تبعیض کچه ډیره زیاته لوړه شوې ده . لویدیځوال مشران باید ددې اډیالوژۍ او ساري ناروغۍ د مخنیوي په خاطر ځینې غوڅ ګامونه اوچت کړي. هغوې باید ددې اډیالوژۍ د خپریدو مخه ونیسي.
د لویدیځې نړۍ مشران باید د نوي زیلاند د لومړۍ وزیرې جسیندا آردرن د جسارت، صمیمیت او مشرۍ نه باید درس واخلي. هغوې هم باید په خپلو هیوادونو کې مسلمان په غیږ کې ونیسي.