ترکیې په سوماليا کې د زرګونو کورنیو سره د جامو مرسته وکړه.
د سومالیايي کډوالو سره د جامو مرسته وشوه
ترکیې د سومالیا په پلازمینه موګادیش کې د دینیلي په کمپ کې د ۵ زرو کورنیو سره د جامو مرسته وکړه.
د ترکېې د سرې میاشتې لخوا شوې دا مرستې په سومالیا کې د ترکیې د لوی سفیر محمد یلمز، د سومالیا د بیړنیو حالاتو او بشري چارو د مرستیال وزیر عبدالرشید محمود په حضور کې د سرې میاشتې لخوا په خلکو وویشل شوې.
په سومالیا کې د ترکیې سفیر د نوموړو مرستو د ویشلو پر مهال وویل چې ترکیې د ۲۰۱۱ کال راهیسې په سومالیا کې د اړینو کسانو ته په دومداره توګه مرستې کوي.
همداشان د سومالیا د ناورین او بشري چارو مرستیال وزیر بیا په سومالیا کې ترکیې او د ترکیې د سرې میاشتې د مرستو له امله مننه وکړه او وویل چې په سومالیا کې د ترکیې سره میاشت فعالیت د ستایلو او قدردانۍ وړ دی.هغه وویل چې دا جامو په ځانګړې توګه په کمپونو کې ماشومان ډیر زیات خوښ کړي دي.
د ویلو ده چې په زرګونو تنه سومالیايي کډوال چې د امنیتي ستونزو او جګړو له امله د خپلو سیمو پریښود ته مجبور شوي دي په پلازمینه موګادیش کې د دینیلي په نامه د کډوالو په کمپ کې په ډیرو خرابو شرایطو او ډول ډول ستونزو کې ژوند تیروي.